پښتو (Pashto)
ایا تاسو د خپلو بیلونو په اړه اندیښمن یاست؟
ایا تاسو کوښښ کوئ ددی د پاره چې خپلې کرایې، ګروي، کریډیټ کارت، د موټر پور، ګازو، اوبو او برق لګښټونه، او د شورا د نرخونو یا د ښوونځي فیسونه ادا کړئ؟
ایا تاسو د کورنۍ د تاوتریخوالی، د قمار زیانونه یا د اړیکو پرېکیدل تجربه کوئ؟
یو مالي مشاور پدې اړه مرسته کولی شي
مالي مشاورین خلکو ته په مالي ستونزو کې وړیا، خپلواکه او د شخصې قضاوتونو څخه پرته مرسته وړاندې کوي.
یو مالي مشاور ستاسو سره د لاندې مواردو په پوهېدلو کې مرسته کوي…
- بیلونه او پورونه
- پورونه
- د کور اړوند ورکړې
- جریمه
- د ګاز، اوبو او برق د نرخونو په اړه تخفیف
- درغلۍ یا غولونه
- د دولت مرسته
- د مصرف کونکي او مالي حقونه
- د بیمې اختیارونه
مالي مشاورین په غیر دولتي ټولنېزو موسسو کې کار کوي. دا خدمت وړیا، محرم او د هر هغه چا لپاره شتون لري چې خپل د مالي وضعیت په اړه اندیښنه لري. ستاسو د ځايي مالي مرستو خدمات په حضوري ډول یا د تلیفون له لارې د مرستې لپاره شتون لري.
کله چې تاسو د مالي مشاور سره خبرې وکړئ، نو تاسو به پوره مالومات، پوهه ترلاسه کولو سره سره خپل اختیارات وپیژنئ.
خپل د ځایي مالي مشاور سره د خبرو کولو لپاره،
دې شمېرې ته زنګ ووهئ: 007 007 1800 (د سهار 9.30 بجو څخه د مازدیګر تر 4.30 بجو پورې د دوشنبې څخه د جمعې تر ورځې پورې)
دې سایټ ته مراجعه وکړئ: www.ndh.org.au
د ژباړونکي خدمات شتون لري.
د کوچني سوداګرۍ د مالکانو لپاره مالي مشوره:
په Victoria کې د کوچنۍ سوداګرۍ د مالکانو لپاره ځانګړې مالي سلا او مشورې ملاتړ شتون لري.
یاد خدمات په لاندې توګه دي:
- د کوچنۍ سوداګرۍ پور (Small Business Debt Helpline) د مرستې کرښه پر 828 413 1800 یا د آنلاین چټ لپاره دلته کلیک وکړئ.
- د Partners in Wellbeing ټیلیفونې کرښه 330 375 1300 یا د آنلاین چټ لپاره دلته کلیک وکړئ.